خوست کې د ولسوالیو او مرکز د قهرمانو لوبډلو ترمنځ سیالۍ پیل شوې
تېره ورځ د خوست ولایت د والیبال فدراسیون له خوا د دولسو ولسوالیو، د مرکز درې اداري واحدونو او شېخ زاید پوهنتون د یوې لوبډلې په ګډون د والیبال سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ چې لیدلو ته یې د خوست ورزشي امر عطاء الله کډوال، د والیبال فدراسیون مسؤول زمری سیلاني، ورزشکاران او د ورزش ګڼ مینوال راغلي وو، د شاهي دربار ترڅنګ میدان کې پیل شوې.
د دغو سیالیو موخه د خوست ولایت په کچه منتخبې لوبډلې ته د پیاوړو لوبغاړو موندل او د لېرې پرتو ولسوالیو لوبغاړو ته په ورزش کې ونډه ورکول یاد شوي دي.
ددې سیالیو د قهرمانۍ په موخه د ټول خوست څخه تر 1500 زیاتو لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې اوس دغه سیالۍ وروستیو پړاوونو ته رسېدلې دي.
نن د دغو سیالیو د سیمي فاینل دویمه او فاینل لوبې کېږي، چې د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ لا له وړاندې ترېزیو او علیشېرو ولسوالۍ ته په ماتې ورکولو فاینل ته لاره موندلې ده. همدارنګه د تڼیو ولسوالۍ لوبډله به له لکڼو منتخبې لوبډلې سره د دویم سیمي فاینل لوبه وکړي.
