په پروان ولایت کې د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې
د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې د وحدت کپ تر عنوان لاندې د عقابان په ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې وې نن د عقابان پروان د ټيم په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو د تنظيموونکو دڅرګندونو له مخې: په دې سياليو کې لسو ټيمونو برخه اخيستې وه چې په پاى کې د عقابان پروان ټيم د اتلولۍ او د ستاره نعمان ټيم د دويم ځاي خپل کړ.
