کابل کې د ٢٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار د ٢٦٠ ورزشکارانو ترمنځ د "کابل نخبه ګانو" په نوم د سوک وهنې لومړی پړاو سیالۍ پیل شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري او بېلابېلو وزني کټګوریو کې ترسره کېږی، چې په پای کې به یې غوره ورزشکاران د کابل ښار ټاکنیزو سیالیو ته وټاکل شي.
ټاکل شوې، چې یادې سیالۍ به درې ورځې دوام وکړي.
