ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د روزي خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې روزي خان لوبډلې د ۳ پر ۲ میدانونو په توپیر خپلې سیالې عبدالنافع لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د زندانیانو لپاره د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.
