هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد لوبډلې له خپل ٢٣٩ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ١١٧ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
