د جودو نړیوال فدراسیون د ولادیمیر پوتین افتخاري ریاست وځنډاوه.

د جودو نړیوال فدراسیون (IJF) د یکشنبې په ورځ په اوکراین کې د روسیې د برید په غبرګون کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین افتخاري ریاست وځنډاوه.
دیارلس کاله مخکې پوتین د دغه فدراسیون افتخاري رییس ټاکل شوی وه.