هلمند کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې ۱۶ ورځې يې مخکې پيل شوې وې د برادران لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې برادران لوبډلې خپلې سيالې انصاري لوبډلې ته د ۵-۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
