کابل کې د زورخانهیي لوبو اووم پړاو
کابل ولایت کې د زورخانهیي لوبو اووم پړاو پیل شوی دی، چې په بېلابېلو عمرونو او له پنځوس کیلو تر ۱۲۰ کیلو وزنونو کې د ۱۰۰ ورزشکارانو تر منځ لوبې کېدونکې دي.
د زورخانهیي فدراسیون رییس اقبال احمد منوچهر په وینا؛ دغه لوبې به درې ورځې دوام وکړي، چې موخه یې د کابل لوبډلې لپاره د غوره لوبغاړو غوره کول دي.
نوموړی زیاتوي؛ ګډونوالو ورزشکارانو له دغو لوبو خوښ دي او د دا ډول لوبو په لار اچولو باندې خوښي ښایي.
د یادونې وړ ده، چې دغه لوبې د کابل د ورزشکارانو تر منځ د بدنې روزنې او ورزش ریاست کې کېدونکې دي، چې په پای کې د کابل لوبډلې لپاره ۴۰ لوبغاړي غوره کېږي.
