کابل کې د ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سيالۍ وشوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۲۶
کابل کې د ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سيالۍ وشوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اوبو ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په باران اوبو ورزشي مجتمع کې د کابل ولايت له بېلابېلو پوهنتونونو ۵۵ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې لومړی پړاو سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ په څلورو سبکونو کې وشوې، چې په پايله کې يې مهر داد په فري ستايل، ذکرالله په بریسټ سټروک، احمد ادريس په بیک سټروک او محمد بصير په بټر فلای سبک کې لومړي مقامونه خپل کړل.

دا سيالۍ په پوهنتونونو کې د نويو استعدادونو موندلو او سالم رقابت په موخه ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۱۳
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د محمود بالیشي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۶
Background image

هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې د پنځو زونونو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بيسبال ملي فدراسیون له لوري د ننګرهار ولايت په کوربتوب د پنځو زونونو لوبډلو ترمنځ د بيسبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS