خوست کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د منګل چنار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې منګل چنار لوبډلې د پنځو ویکټو په توپیر خپلې سیالې یاران لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د مرحوم شاپور ځدراڼ په یاد ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
