هلمند؛ خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د هېواد اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې هېواد اتلانو لوبډلې خپلې سيالې پاک زيبا بلوچستان لوبډلې ته د ۱-۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ د نويو استعدادونو موندلو او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه وشوې، چې شاوخوا ۱۱ ورځې يې دوام وکړ.
