د افغانستان اتلانو لیګ شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي پیل شوه
د افغانستان اتلانو لیګ روشن شپږم پړاو سیالیو دویمه نیمایي له یووې اوونۍ دمې وروسته د ابو مسلم فراه لوبډلې په بریا پیل شوه.
د دغو سیالیو د لسمې اوونۍ د پیل لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې د ٣ پر یو ګول په توپیر سیالې سرسبز یاشلر لوبډلې ته ماتې ورکړه.
همداراز په دویمه لوبه کې بیا عمر ځواک هرات لوبډلې د ۳ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې خراسان فاریاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
تر دې مهاله سرخ پوشان خافي لوبډله په نهو بریاوو سره د دغو سیالیو د جدول په سر کې ځای لري.
