ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې کوزې کلا لوبډلې له خپل ۱۱۳ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
