له ورزشکارانو سره د مرستو وېش دویم پړاو

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
له ورزشکارانو سره د مرستو وېش دویم پړاو

« له افغان ماشومانو سره د المان مرستې» موسسې له خوا د المپیک ملي کمېټې او رزش ریاست اړوند د پارا المپیک او کڼو فدراسیون ورزشکارانو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په همدې موخه نن د هاکي فدراسیون کې غونډه جوړه شوې وه او یاده خوراکي مرسته ورزشکارانو ته ووېشل شوه. په دغه مرسته کې د پارا المپیک او کڼو فدراسیون (۶۰۰) ورزشکارانو ته مرسته ورکړل شوه.

په غونډه کې د المپیک ملي کمېټې او ورزش رییس انجینر نظرمحمد مطمئن د المانۍ موسسې له یادو مرستو مننه وکړه او د یادې موسسې له رییس او مشرتابه یې هیله څرګنده کړه، چې اړمنو ورزشکارانو او هېوادوالو لاس‌نیوي ته دوام ورکړي.

نوموړي پخپلو خبرو کې ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې د المپیک ملي کمېټه او ورزش ریاست د دوی د لاس‌نیوي او ستونزو حل ته ژمن دي او په ټول توان به د مرستو جلب او نورو ستونزو حل ته کار کوي.

ښاغلي مطمئن د خبرو په دوام کې له رسنیزو ادرسونو هم د ښه پوښښ مننه وکړه او د دوامداري همکارۍ ټینګار يې وکړ.

د کابل د کډوالو چارو رییس قاري عبدالمتین رحیمزي هم د المانۍ موسسې له رییس او مشرتابه له یادو او نورو مرستو هرکلی وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو مرستو دوام ورکړي. نوموړي همدارنګه ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امار.ت د هر چا او ورزشکانو فعالیت او ملاتړ ته ژمن دی.

د المانۍ موسسې رییس محمدعالم شهاب پخپلو خبرو کې د یادو مرستو د دوام او لا پراخېدو ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه؛ په افغانانو د تپل شویو ستونزو له امله افغانان د مرستو اړمن دي او موږ ژمن یو چې د اړتیا تر وخته خپلو مرستو ته دوام ورکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره پنچ‌شنبه یادې المانۍ موسسې د بدني او ورزش ریاست ټولو کارکوونکو سره او څو اونۍ وړاندې له لسګونو نورو ورزشکارانو سره د خوراکي او لباسي توکو مرسته کړې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS