هرات مرکز کې د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوکيو کيشن کراټې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۷:۱۶
هرات مرکز کې د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوکيو کيشن کراټې سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کراټې ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې له کندهار، فراه، غزني او هرات ولايتونو څخه د ۱۰۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوکيو کيشن کراټې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې ۵۲ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ مقامونه خپل کړل.

د يادو سياليو موخه د کراټې ورزش ته وده ورکول، د غوره استعدادونو موندل او د ورزشکارانو فني وړتيا لوړول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر افغان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

سرپل؛ مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS