خوست؛ ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې الموړې ژۍ بازانو لوبډلې د درېیوو ویکټو په توپیر خپلې سیالې سیال غونډۍ ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
