په باغیس کې د کورش منتخبه سیالۍ ترسره شوې.
د بادغیس د کوروش منتخبه سیالۍ د دوه ورځو لپاره د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۱۵۰ کورش لوبغاړو ترمنځ د تنکیو ځوانانو او لویانو په دوو کټګوریو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې.
دغه لوبو د دې ولايت د منتخبه لوبډلې لپاره د غوره څېرو د ټاکلو په هدف ترسره شوې او په پاى کې اته غوره څېرې د تنکي ځوانانو لوبډلې ته او نهه تنه نور ورزشکاران د لویانو لوبډلې لپاره وټاکل شول.
د سیالیو په پای مراسمو کې د قلعه نو ښاروال، د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر، د پوهنې رئیس، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس او د یو شمېر نورو ادارو رئیسانو، سلګونو لوبغاړو او د غیږ نیولو مینه والو برخه اخیستې وه.
په پاى کې د دغه ولايت د ورزش ادارې له خوا په روزونکو او لوبڅارانو او غوره لوبغاړو باندې ډالۍ وويشل شوې.
