د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۳
د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لسو لوبډلو ترمنځ د افغانستان واليبال غوره ليګ پينځم پړاو سيالۍ د کام‌اير لوبډلې په اتلولۍ او د طلوع کمپلیکس لوبډلې په دويم مقام ګټلو پای ته ورسېدې.

د ‌دې سياليو پايلوبه د کام‌اير او طلوع کمپلیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې کام‌اير لوبډلې د يوې په زړه پورې لوبې وروسته خپلې سیالې طلوع کمپلیکس لوبډلې ته د ۳ - صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دغه راز په يادو سياليو کې طلوع کمپلیکس لوبډلې دويم او سرې مياشتې لوبډلې بیا درېيم مقام په خپل نوم کړ.

يادې سيالۍ چې د روان کال د تلې مياشتې له ۲۲مې نيټې د هېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روانې وې، پايلوله يې نن دوشنبه( د عقرب مياشتې ۴مه) نېټه د ا.ا.ا مرستيال وياند ملا حمد الله فطرت، د زراعت وزارت وزير مولوي عطاالله عمري، د هېواد ورزش ادارې مالي او اداري رييس مولوي عبدالناصر هاشمي، د رهبرۍ غړو، د افغانستان راډيو عمومي رياست مرستيال مولوي ضياء الحق حقمل، ورزشي مسوولینو، ورزشکارانو، په زرګونو د واليبال مينه‌والو او د رسنيو استازو په شتون کې ترسره شوه، چې په پای کې يې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، مډالونه او ډالۍ او دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته مډالونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۷
Background image

د فوټبال له ۱۵کلونو کم عمره لوبډلې د نړيوالې جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته ماته ومنله

له ۱۵ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د فیفا له ۱۵ کلونو کم عمره نړیۍوال جام او جشنوارې په حذفي پړاو کې ټایلنډ ته د ۴ – ۶ ګولونو په توپیر سیالي بایلوده.

افغان لوبډلې د دغو سیالیو ګروپي پړاو کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۵
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د کلي په کلي په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۳
Background image

بادغیس کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام سيالۍ پيل شوې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د ګوند او تګاب عالم ولسواليو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ورورولۍ جام په نوم د فوټبال. . .

BACK TO NEWS