هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اشنا لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې پیروزي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړي بریا یې خپله کړه.
