په کابل کې فول رزم سیالۍ پای ته ورسیدې
د لوبو دغه پړاو چې د پیوستون کپ تر عنوان لاندې ترسره شوې ، چې موخه یې د ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د مینې د روحیې رامنځته کول او د ولایتونو ورزشکارانو له یو بل سره اشنا کول دي.
د ملي فول رزم فدراسیون د سکرتر جنرال فرید رضايي په وینا، دغه سیالۍ د ۲۰ ولایتونو د ۴۰ ورزشکارانو په ګډون په کابل کې ترسره شوې، چې 20 تنه ورزشکاران د کال د غوره لوبغاړو په توګه وټاکل شول.
د ښاغلي رضايي په وینا، په دغو سیالیو کې د دایکندي ولایت ورزشکاران وتوانېدل لومړی مقام خپل کړي، دغه راز د تخار ولایت دویم مقام او زابل ولایت د درېیم مقام ترلاسه کړل.
ديادونې وړ ده چې په دغو سياليو کې دهلمند ولايت استازي وتوانېدل چې اخلاقو کپ خپل کړي.
