هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې د ۲ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې قلعه سبز حوزې منتخبې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.
