غور؛ ساغر ولسوالۍ کې د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ساغر ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال خزاني جام سيالۍ د سرچشمه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.
د دغو سياليو په پايلوبه کې سرچشمه لوبډلې خپلې سيالې وحدت لوبډلې ته د ۳/۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د واليبال لوبو ته وده ورکول او د ساغر ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل و.
