جوزجان؛ مرديان ولسوالۍ کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې
د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د مرديان ولسوالۍ په قربقه چکش سربند کلي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې.
د دغو سياليو په پايله کې د اتو جوړو لوبې مساوي او ۳۲ پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ډاليو ګټونکي شول.
د يادو سياليو موخه له ښارونو څخه کليو ته د ورزش خپرول، سيمه ييزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته د سالمې تفرېح زمينه برابرول و.
