بغلان کې د فوټبال غوره لیګ پای ته ورسېد
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ د جوانان شجاع لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د دغو سياليو په پايلوبه کې جوانان شجاع لوبډلې خپلې سيالې ستاره ها لوبډلې ته د ۰/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او د ۱۴۰۵ کال اتلولي يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول، د ځوانو استعدادونو موندل، د مرکز او ولسواليو لوبډلو ته د سياليو زمينه برابرول او د بغلان منتخبې لوبډلې د پياوړتيا په موخه د غوره لوبغاړو ټاکل و، چې ۴۰ ورځې يې دوام وکړ.
