کندز کې د فوټبال سيالۍ د پيکان ارچي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې له مرکز او ولسواليو څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د شاهي جام په نوم د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې پيکان ارچي لوبډلې په پنالټيو کې خپلې سيالې ارمان اف سي لوبډلې ته د ۴/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د سياليو په پای کې پيکان ارچي لوبډلې ته نوی موټر سايکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.
