بغلان کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې
د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ او د ياد ولايت د فوټسال کمېټې له لوري د مرکز پلخمري ښار په ورزشي جمنازيوم کې د اوو لوبډلو ترمنځ د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ياران لوبډلې خپلې سيالې ښاروالۍ لوبډلې ته د ۱/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول دي، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
