پکتيکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت ارګون ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې ذوالفقار پيرکوټي لوبډلې خپلې سيالې سپېره واس لوبډلې ته د ۳-۱ ميدان په توپیر ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سيالۍ فوټبال لوبې ته د ودې ورکولو او ورزش د نويو ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
