هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د فیض حبیبي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې فیض حبیبي لوبډلې له خپل ۲۲۶ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۰ منډو په توپیر یې خپلې سیالې رویال ورونو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.
