غزني ولایت کې د ووشو لوبې پای ته ورسېدې
په غزني ولایت کې د ذوالفقار جام په نوم د ووشو پیل شوې لوبې پای ته ورسېدلې، چې دوه ورځې یې دوام وکړ.
په دغو لوبو کې د ۱۱۲ لوبغاړو برخه اخیستې وه، چې د غزني ولایت ورزشي جمنازیوم کې وشوې.
د یادو لوبو د مسوولینو په وینا؛ په دغو لوبو کې د عمرونو په درې ډلو او بېلابېلو وزنونو کې د لوبغاړو تر منځ لوبې وشوې.
د مسوولینو په خبره، د یادو لوبو موخه د لوبغاړو فني وړتیاوو لوړول دي.
