په بدخشان کې د کورش سیالۍ پیل شوې

دغه لوبې د بدخشان د مرکز او ولسواليو د ورزشکارانو ترمنځ د روان کال د وری مياشتې په دوهمه پيل شوې او ټاکل شوې ده چې يوه اوونۍ دوام وکړي.
د بدخشان ولايت د ورزشي مسوولينو وايي چې ددغو سياليو د ترسره کولو هدف د دغه ولايت په منتخب ټيم کې د غوره لوبغاړو پيژندل دي .