فرید تایلندي، د هیواد دموی تای سیالیو اتل، د خپل ایراني سیال سره د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.
د موی تای فدراسیون په نیمروز ولایت کې د 21 کیلو ګرامه وزن لرونکي فرید تایلندي چمتووالی چې له خپل ایراني سیال سره لوبه کوي اعلان کړ .
د موی تای د ملي فدراسیون د سرپرست مطیع الله نوري په وینا، په نږدې راتلونکي کې به په بلخ ولایت کې د یو شمېر هېوادونو په ګډون نړیوالې سیالۍ ترسره کیږی.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد د موی تای فدراسيون تنکي ورزشکار په دې وروستيو کې په نيمروز ولايت کې د ترسره شويو سياليو په دويم پړاو کې خپل پاکستاني سيال ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو د اتل په توګه وپېژندل شو.
