کاپیسا: د نجراب ځوانانو لوبډلې د رمضان والیبال جام اتلولي وګټله.
دغه لوبې يوه اونۍ مخکې د نجراب ولسوالۍ د ١٤ ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې او د نجراب د مرکزي ځوانانو د ټيم په بريا سره پاى ته ورسيدې.
د دې سیالیو په پای لوبه کې د نجراب ځوانانو لوبډلې د دره کلان د ځوانانو لوبډلې سره سیالي وکړه او په پای کې لوبه د ۳-۲ په توپیر د مرکز نجراب د ځوانانو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او د دې سیالیو اتلولي ترلاسه کړه.
د يادونې وړ ده، چې په پاى کې د دغه ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د اتل ټیم ته ستاينليکونه ووېشل شول.
