د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله تاجکستان روانه شوه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۱۳:۰
د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله تاجکستان روانه شوه

د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د المپیک ملې کمېټې او ورزش عمومي رئیس انجنیر نظر محمد مطمین سره د مخه ښه وروسته په اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته ولاړه.

د افغانستان په استازیتوب به په دغو سیالیو کې ۲۳ تنه ورزشکاران او ۶ تنه هیت ګډون کوي.

د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، په دغو سیالیو کې به د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان، ایران او قرغیزستان د ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې د مې له ۱۳مې څخه تر ۱۸مې پورې سیالۍ وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي لوبډلې لومړۍ لوبه به د مې په ۱۳مه له قرغیزستان سره وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS