کاپیسا؛ تګاب کې د فوټبال شل ورځنۍ لوبې پیل شوې.
د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبې پیل شوې.
ددې لړۍ لومړۍ لوبه د شهید عبدالعزیز غالب او د تګاب بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې شهید عبدالعزیز لوبډلې د ۰ـ ۳ په توپیر تګاب بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه. په پام کې ده چې یادې لوبې د ۲۰ ورځو لپاره دوام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کاپیسا ولایت تر ډيره د کرکټ او فوټبال مینوال لري او له نورو ورزشي رشتو سره هم ژوره اړیکه پالي .
