د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې لوبه مساوی کړه

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۷ - ۱۰:۲۰
د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډلې په درېیمه لوبه کې د تاجکستان پر وړاندې لوبه مساوی کړه

د افغانستان او تاجکستان د ۱۶ کلنو فوټبال ټیمونو د منځنۍ اسیا د فوټبال یا کافا په سیالیو کې د یو بل پر وړاندې تېره شپه لوبه وکړه چې یاده لوبه د ۰-۰ مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان ۱۶ کلنو ملی لوبډله خپله لومړۍ لوبه ۱ - ۱ په پایلې له قرغیزستان سره مساوي کړې وه او په دویمه لوبه کې ۶ - ۰ له ازبکستان څخه ماتې ومنله او په دریمه لوبه کې له تاجکستان سره د ٠ - ٠ په پایلې لوبه مساوي کړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ۱۶ کلنو ملي لوبډله به سبا په خپله وروستۍ لوبه کې له ایران سره مخامخ شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS