خوست: په لکڼو کې د فوټبال سیالیو پرانیسه وشوه

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۶ - ۱۱:۱۶
خوست: په لکڼو کې د فوټبال سیالیو پرانیسه وشوه

خوست ولایت د مرکز اړوند دلکڼو په قمرسر سیمه کې د ځوانانو د یووالي په نوم د فوټبال سیالیو پرانیسته وشوه.

هغه مراسم ، چې په همدې موخه دیادې سیمې په فوټبال میدان کې نیول شوي وو، پکې دخوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال، د فوټبال فدراسیون مسؤول احمدولي ګلاب زوی، دسیمې قومي مشرانو ، فعالو ځوانانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

د دې لوبو به پرنیسته کې د لوبه د ګل احمد تاترې او چینې بریال لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې یو_ یو مساوي پای ته ورسېدله.

په دې ټورنمنټ کې د همدې سیمې شل لوبډلې شرکت لري ، چې نېږدې شل ورځې به دا لوبې روانې وي.

د یادولو وړده، چې د همدې ټورنمنټ وروستیو پړاوونو ته به د خوست مرکزي پیاوړې لوبډلې هم دعوت شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

کابل کې د څلورو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د WT تکواندو ازادې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له څلورو. . .

BACK TO NEWS