خوست: په اسمعیل خېلو ولسوالۍ کې دوالیبال سیالیو پرانیسته وشوه.
هغه مراسم ، چې په همدې موخه په یاده ساحه کې جوړ شوي وو، پکې خوست والي محمدنبي عمري ، د کورنیو چارو وزارت د ولایتونو امنیتي مسؤول اسد الله، خوست ورزشي امر عطالله کډوال، د والیبال فدراسیون مشر زمري سیلاني، د سیمي قومي مشرانو، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.
د مراسمو په پیل کې خوست والي مولوي محمدنبي عمري خبرې وکړې.
نوموړي وویل، چې ډېر خوشحاله یم، د ورزشکارانو په داسې پروګرامونو کې برخه اخلم، چې د سولې ، یووالي او سالم مصروفیت په موخه جوړيږي.
نوموړي زیاته کړه، چې ولایتي اداره تل درسره همکاره ده.
له وینا وروسته مراسم د پټۍ په پرېکولو سره پیل شول.
د ټورنامینټ مسؤولینو وویل، چې د ټورنامینټ وروستیو لوبو ته له پاکستان دوه او افغانستان به نورو ولایتونو څخه هم لوبډلې دعوت کوو.
دیادولو وړه ده، چې اوس د مرکز پرځای لوی ټورنامینټونه په اطرافي سیمو کې ترسره کیږي.
