د کابل لوبډلې په بامیان کې هندبال سیالیو اتلولي خپله کړه
د بامیان ولایت په ورزشي جمنازیوم کې د ۴ لوبډلو ترمنځ هندبال سیالۍ پیل شوې، چې دوه ټیمونه یې د کابل او دوه د بامیان ولایت دي.
د باميانو ولايت د ورزشي مسوولينو د معلوماتو له مخې، د دې سیالیو پای لوبه د کابل او باميانو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوه په پای کې د کابل لوبډلې وکولای شول د ١٨/٢٦ په پايلې سره د کابل د ټيم په ګټه پيل شوه..
د دغو سیالیو د پیلولو موخه سوله او امنیت او همدارنګه ورزش ته د لوبغاړو هڅول وو.
