میدان وردګو ولایت کې د ووشو دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې

په میدان وردګو ولایت کې د بدني روزنې او ورزش آمریت او ووشو فدراسیون له لورې د ووشو تشویقي سیالۍ پاى ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د کابل، لوګر او میدان وردګو ولایت له بېلابېلو کلپونو ۶۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
په میدان وردګو ولایت کې د ورزش آمر ذبیح الله وهاج وویل؛ له دغو سياليو څخه يې موخه د ولایتونو تر منځ د ورزشکارانو یووالی او د د ووشو فدراسیون ته وده ورکول دي.
په پای کې غوره لوبغاړي په ستاینلیکونو ونازول شول.