خوست: سولې پیغام راډیو د کرکټ رسنیز جام وګاټه

د خوست ولايت ياد رسنيز جام پاي لوبې ته د سولې پيغام راډيو او ژمن راډيوي تلويزيون لار ومونده چې د سولې پيغام راډيوي په ګټه پاى ته ورسېد.
د غه دوې لوبډلې د خوست رسنیو ٩ لوبډلو له منځه پایلوبې ته لار ومونده چې د سولې پیغام راډیو لوبډلې له پایلوبې مخکې خپلې ټولې لوبې ګټلې وې.
په پیل کې سولې پیغام راډیو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې په ټاکل شويو ١٢ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٠٣ منډې جوړې کړلې او سيالې لوبډلې ته يې د ١٠٤ منډو هدف کېښود.
په مقابل کې د سولې پيغام راډیو ورکړل شوى هدف په اتو اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اووم پړاو رسنیز جام یې په خپل نوم کړ.
د سولې پيغام راډيوي تر دې وړاندې هم د رسنيز جام اتلولي خپله کړې وه.
د مراسمو په ترڅ کې د رسنیز جام او فاینل لوبې غوره لوبغاړي او د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته مډالونه، ایوارډونه، ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل شوې.
د فاینل لوبې غوره لوبغاړی د سولې پیفام راډیو لوبډلې لوبغاړی عصمت پاچا ونومول شو چې په توپ وهنه کې يې د خپلې لوبډلې لپاره ۴۹ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې يې بيا د سيالي لوبدلې ۴ لوبغاړي وسوځول.
د رسنيو جام دې لوبې څخه د خوست ورزشي امر، د اقتصاد رئیس، تڼيو ولسوالۍ ښاروال، د خوست سيمهييز او بهرنیو رسنیو استازو، فرهنګيانو او ګڼو خلکو لېدنه کوله.