د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه د تکواندو ملي لوبډلې ترکیې ته سفر وکړ
د افغانستان تکواندو ملي لوبډله چې درې ورزشکاران او يو روزونکى پکې شامل دي د المپيک ملي کمیټې رهبري څخه تر مخې ښې وروسته د سلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ.
د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو سيالۍ چې د ترکیې په قونيه ښار کې به ترسره شي د اکست له ٩نېټې څخه تر ١٨نېټې پورې دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د اتلتيک او پارا المپیک لوبډلو ترکيې ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې د کراټې او پهلواني لوبډلې به هم په روانه اونۍ کې ترکیې ته سفر وکړي.
دا د افغان ورزشکارانو دوه يمه ډله ده چې د اسلامي هېوادونو سياليو کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر کوي.
c
