په بامیانو ولایت کې د فوټبال غوره لیګ پيل شو
د فوټبال فدراسیون د بامیانو ولایت له سپورت آمریت سره په همغږۍ د ۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
ددې سیالیو موخه د شمال ختیځ زون سیالیو کې د ګډون لپاره د غوره څېرو او پیاوړیو ورزشکارانو پېژندل دي.
دغه سیالۍ به ۴۰ ورځې دوام ولري.
