د کندز په مرکز کې د پهلوانۍ په زړه پورې اونیزې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د مرکز او ولسوالیو د پهلوانانو ترمنځ پرون جمعه د غېږنیونې په زړه پورې سیالۍ وشوې.
دغه سیالۍ چې د کندز ولایت له بیلابېلو سیمو په لسګونو تنو ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه، سپین زر چمن ته څېرمه ورزشي جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
دغه سیالۍ د کندز سپورت ریاست او پهلوانۍ فدراسیون په همغږۍ معمولأ هره جمعه ترسره کیږي او زرګونو مینوال یې نندارو ته ورځي.
