د هرات د غوریان ولسوالۍ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش رییس مولوي ګلاب الدین خپلواک د دې سیالیو پیلیزو مراسمو ته د خبرو پر مهال وویل: د یادو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوریان ولسوالۍ د ورزشکارانو او ځوانانو ترمنځ یووالی او یو بل منل دي.
دا سیالۍ د غوریان په ولسوالۍ کې د یووالي جام تر نامه لاندې د لسو غوره لوبډلو تر منځ په دوه ګروپونو کې پر لاره اچول شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د دې سیالیو د پیلیزو په مراسمو کې د مولوي ګلاب الدین خپلواک تر څنګ د فول کانټکت کیک بوکسینګ مشر نورالله شاهروخي، د یو شمېر نورو ورزشي ادارو استازو او د فوټبال سیالیو ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی وو.
باید وویل شي، چې د دې لیګ لومړۍ سیالۍ د فتح غوریان او د اتحاد غوریان تر منځ د فتح غوریان لوبغالي کې ترسره شوه، چې فتح غوریان سیالې لوبډلې ته “ ۱ - ۰ “ ماتې ورکړه.
