د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سیالۍ ترسره شوه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۲۴
د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کې د اس ځغلونې سیالۍ ترسره شوه

د جمعې په ورځ د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کې د ۳۵ آس ځغلونکو لوبغاړو ترمنځ د آس ځغلونې د لوبغالي د پرانېستلو په موخه دا سیالۍ ترسره شوه.

په دې مراسمو کي د کندهار د بدني روزني او ورزش رییس محمود آغا بشر د کندهار د ورزشي لوبو لوی مُدیر ډاکټر حکمت الله عبیدي، د ژړۍ ولسوالۍ نظامي او ملکي چارواکو ګډون کړی وو.

د کندهار د بدني روزنې او ورزش رییس محمود آغا بشر دې مراسمو ته د خبرو پرمهال وویل، د یادو لوبو څخه یې موخه د کندهار منتخبي لوبډلې ته د آس ځغلونې، نېزه بازۍ او وزلوبې د لوبغاړو ټاکل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به دا ډول لوبي د کندهار په ټولو ولسوالیو کې په لاره واچول شي.

د آس ځغلونې د دې سیالۍ لومړی مقام آغا لالی او دویم مقام جانان اعلان شول.

د سیالۍ له پای ته رسېدو سره سم د آس ځغلونې لومړي او دویم مقام ګټونکو لوبغاړو ته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS