د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رییس ښاغلي نظر محمد مطمین له خوا افغان سنوکر کاران وستایل شول

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۵۲
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رییس ښاغلي نظر محمد مطمین له خوا افغان سنوکر کاران وستایل شول

په جنوبي اسیا کې د سارک شپږو هېوادونو تر منځ د سنوکر سیالۍ تر سره شوې، چې افغان سنوکرانو هم پکې ګډون درلود.

افغان لوبغاړو په دې سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ، چې له سیالیو وروسته خپل هېواد افغانستان ته ډک لاس راستانه شول.

یادو لوبغاړو د شنبې پر ورځ د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رباست له رییس ښاغلي نظرمحمد مطمین سره د هغه په دفتر کې وکتل.

د سنوکر دا لوبغاړي د بدني روزنې، ورزش او المپیک د رئیس له خوا وهڅول شول او د هغوی له لاسته راوړنو څخه یې هرکلی وکړ.

نوموړي دې ناستې ته په خپلو څرګندونو کې وویل: په راتلونکي کې به هم افغان ورزشکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابروي، تر څو افغان ورزشکاران وتوانیږي په نړیوالو سیالیو کې هېواد ته لا ډېرې بریاوې په برخه کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

کاپیسا؛ نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۴:۲۳
Background image

پکتيکا کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز ښرنې اړوند ملک لوبغالي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د فيصل شايسته لوبډلې په اتلولۍ. . .

BACK TO NEWS