برومند لوبډلې د هلمند فوټبال ګروپي سیالیو اتلولي خپل کړه
د فوټبال دغه سيالۍ چې د هلمند ولایت لښکرګاه ښار په ملت ورزشي لوبغالي کې پيل شوې وې د فوټبال اتو لوبډلو پکې ګډون درلود، چې پاى لوبې ته يې د "برومند او اميد برومند" لوبډلو لار منده چې د برومند لوبډلې له"٢-٠" پايلې سره د خپل سيال ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
فريد احمد رضايي د غوره لوبغالي، سيدحسين شاه د غوره ګول وهونکي او حشمت الله نېکزاد د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړلې.
