خوست د فوټبال غوره لیګ سیالیو په دوام دوه لوبې ترسره شوې
د خوست ولایت د فوټبال لیګ سیالیو په دوام پرون شنبې هم دوه سیالۍ ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې بریال او ګربزسرحدي لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدې. بریال لوبډلې په زړه پورې او برلاسې لوبه وکړه او ګربز لوبډلې ته یې ۴-۰ ماتې ورکړه.
دویمه لوبه د اسمعیل خېل کاروان او متون بابا لوبډلو ترمنځ وه چې یوه لوبډله هم په ګول وهلو ونه توانېده او سیالي یې مساوي پای ته ورسېده .
نن یکشنبې کدوه لوبې ترسره کیږي.
په لمړۍ لوبه کې د شهید معلم جان لوبډله د مجاهد لوبډلې په وړاندې، په دویمه لوبه کې د کلوب ځوانانو لوبډله د شاهین په وړاندې لوبیږي.
