جوزجان ولایت کې د وزلوبې سیالۍ ترسره شوه
د وزلوبې دا سیالۍ د جوزجان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمریت په ملاتړ د وزلوبې فدراسیون له خوا د یاد ولایت د مرکز شبرغان په ګډون د فیض آباد، خواجه دو کوه او آقچې ولسوالیو چاپندازانو ترمنځ ترسره شوه.
دا سیالۍ چې د اقچې ولسوالۍ په کوربتوب ترسره شوه موخه یې راتلونکو سیالیو ته د چاپندازانو چمتوالی، یو بل سره د تجربو شریکول او د خلکو یووالی و.
دا سیالۍ د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د سلګونو نندارچیانو او د سېمې اوسېدونکو په حضورکې ترسره شوه.
د پای په مراسمو کې غوره چاپندازانو ته بېلا بېلې ډالۍ ورکړل شوې
