محمد خان لېسې د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي خپل کړه

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۱۲:۴۷
محمد خان لېسې د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال سیالیو اتلولي خپل کړه

د هلمند ولایت نادعلي وسلوالۍ د فوټبال ناک اوټ سیالیو پایلوبې ته د" ډاکټر محمدخان لېسې او هلمندي ستورو" لوبډلو لار ومونده چې د " ۳ - ۰ " پایلې سره محمدخان لېسې وګټله.

دا سیالۍ په ناک اوټ "حذفي" توګه ترسره شوې چې ۸ لوبډلو " هلمندي ستورو ، سیداباد لېسې، لوی باغ لېسې، ازاد، شمشاد، شاهین، مرکزي لېسې او ډاکټر محمدخان لېسې) پکې ګډون کړی وو.

د سیالیو غوره لوبغاړی جانان، غوره ګولو وهونکی ایمل جان او غوره ګول ساتونکی نثار احمد ونومول شول چې د مسؤلینو له خوا ورته ډالۍ ورکړل شوې.

دا سیالۍ چې د ورزشي مسوولینو له خوا د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوې موخه یې د ځوانانو یووالی او له ورزشکارانو څخه ملاتړ و.

د پایلوبې سیالۍ لیدو ته ګڼ شمېر مینوال راغلي وو.

د پای په مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS